ایکنانیوز د آةو له قوله راپور راکړ،په افغانستان کې عزادارو شیعیانو د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی ،دمحرم د دستورو لپاره د نوو محدودیّتونو سره دې دخلکو صبر له دې زیات نه آزمويی.
حسیني عزادار او ویرجن خلک وائي چې طالبانو د دوي پر دیني دستورو ډير سخت محدودیّتونه لګولي دي او په ځينو موردونو کې ئې د عاشورایی بیرغونو بې احترامي هم کړې ده چې د زغملو وړ نه ده.
دوي وائي ،د محرم په اومه ورځ دبیرغ د رپیدا دستورې د محدودیّتونو په دلیل دجوماتونو داخلی فضا ته محدود شوي دي.
د افغانستان په هرات کې د جمعې په شپه خلو د طالبانو له خوا ددغو محدودیّتونو په اعمالیدا باندې په اعتراض کې مظاهرې هم وکړې . شیعیانو د بیرغ او علم د پورته کولو دستورې د جومات په داخل کې ترسره کړې چې په دغو دستورو کې دعا اوسینه زني شامله وه. په دې پسې خلکو د جمعې په شپه مظاهره وکړه او د طالبانو پر محدودیَتونو ئې اعتراضونه وکړل . آمو خبری خپرونې ته لیږدول شوو ویډیوئي کلیپونه ښئ چې اعتراض کونکو دمحرم بیرغونه له ځانه سره وړل او د طالبانو په وسیله ئې د لیرې کولو مخنیوی کاوه. دغه فلم ښئ چې اعتراض کونکي په سائيکلونو او پياده روان دي او د طالبانو د محدودیّتونو مخه نیسي او خپله کرکه او غوسه نندارې ته وړاندې کوي.
د تیرې جمعې په ورځې په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د ادارې مشر پخپلو سپيرو څرګندونو کې د عاشورا دستورو دترسره کولو څرنګوالی یو سیاسی ا و بهرنی بدعت بللی ؤ ، هغه وئيلي ،مونږ باید د هغه بدعت چې سیاسی اړخونه ولري، ډډه وکړو او د عاشورا دترسره کیدا دغه روده په اسلام کې هیڅ وجود نه لري. مونږ باید د بهرنیو بدعتونو مخنیوی وکړو.
ځاي خلکو ددغه مسئول مقام پر کرغیړنو څرګندونو په سخت اعتراض سره د طالبانو له رژيمه غوښتي چې په مذهبی چارو کې دې له لاسوهنې ډډه وکړي.
داپه داسې حال کې ډي چې د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي، د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ د ادارې مشر څرګندونې بل ډول ښودل شوي دي او داسې هیڅ خبره نشته اهل تشیّع خپلې مذهبی دستورې په بشپړ ډول ترسره کوي او امنیتی تابیاو په خاطر د شعییانو د دینی عالمانو دشورا د استازو په ملګرتیا سره د ځينو چارو محدودول هم ددوي په خوښه ترسره شوي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4226650